د مالیې وزیر د ایران هېواد مازندران ولایت ته سفر وکړ

د لړم۲۶مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ا.ا.ا د مالیې وزیر محترم حاجي ملا محمد ناصر اخوند او ورسره مل پلاوي ایران هیواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد مازندران ولایت ته، چې د کسپین بحیرې په څنډه کې اباد او د ایران له تر ټولو حاصل خېز او لوړ تولید لرونکو ولایتونو شمېرل کېږي سفر وکړ.
د مالیې وزیر د دغه سفر په لړ کې د یاد ولایت د لوړ پوړو مسئولینو په ملتیا د بزګرانو د ملاتړ په موخه د جوړو شویو محلي فابریکو، د کبانو له فارمونو او د تازه مېوو د بسته بندۍ له مرکزونو څخه لیدنې وکړې.
د مازندران ولایت مسئولینو د ا.ا.ا د مالیې محترم وزیر سره د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوندو برخو کې د مسلکي او تخنیکي همکاریو ژمنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د مازندران ولایت د تروشو(سېټروس Citrus) مېوو د زیاتو باغونو او د کبانو د روزنې د ګڼو فارمونو په لرلو سره د دغه هېواد په اقتصادي جوړښت کې مهم رول لري. د یاد ولایت د مسئولینو په وینا د ټول هېواد د کورني نا خالص تولید(۲۵) سلنه یواځې د همدې ولایت له کرنیزو محصولاتو څخه تشکلېږي.