د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته ترسره سوه

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
خبر

د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مفتي عبدالمتین سعید، د یاد ریاست مرستیالانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم پکښي ګډون درلود؛ د ګمرکونو او عوایدو معنیت د غونډو په تالار کي تر سره سوه.

د غونډې په پيل کي د ګمرکونو عمومي ریاست د پلان، پالیسۍ څارني او ارزوني ریاست له لوري په ګمرکونو کي د ۱۴۰۱مالي کال د جوزا میاشتې او ددې کال د لومړۍ ربعي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولنیز راپور وړاندي سو او همدا راز د تیر په پرتله د راټولو سوو عوایدو مقایسوي ارقام شریک سول، چي پایله ئې د تیر په پرتله د ګمرکي عوایدو په کچه د پام وړ زیاتوالی، روڼتیا او د چارو ښه پرمختګ و ښوول سوه.

ورپسې د ګمرکونو لوی ریاست سرپرست مفتي عبدالمتین سعید خبري وکړې او د ګمرکونو د ټولو مسؤلینو له صادقانه هڅو ترسره کولو له امله یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د همداسي صادقانه هڅو په پایله کي به هیواد په اقتصادي برخه کي ځان بسیایني ته ورسیږي.

د ګمرکونو اوعوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په ګمرکي چارو کي د شفافیت رامنځته کولو او د عوایدو د کچي لوړېدو له امله د ګمرکونو له رئيسانو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د مسؤلینو صادقانه هڅو ښه پایله لرلې ده، چي په نتیجه کي یې په ګمرکي چارو کي روڼتیا رامنځته سوې او د عوایدو کچه لوړه سوې ده.

الحاج ملا محمد ناصر اخند د ګمرکونو ټولو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه، چي د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه د مسؤلینو ترمنځ د بشپړ اعتماد فضاء رامنځته کړي او ټولو کارکونکو ته د سلیقو پر اساس نه، بلکي د مسلک پر اساس چاري وسپارل سي.

په دغه غونډه کي د کمرګونو رئيسانو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د ګمرکونو اوعوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند له لوري دوي ته په چارو کي د بشپړ شفافیت رامنځته کولو په موخه لازمي سپارښتني وسوې.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو یو شمېر رئيسانو ته د هغوي د ښو خدمتونو ترسره کولو په موخه ستاینلیکونه هم ورکول سول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

د افغانستان د خلکو سره د اسلامي پراختیايي بانک د مرستي په اړه د ماليې وزارت اعلامیه!

اسلامي پراختیایي بانک (IsDB) د افغانستان لپاره د بشرپاله مرستو صندوق (AHTF) له لاري

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د مالیاتي محاسبینو اوومي دورې ازموینۍ لپاره نوم لیکنه

مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي محاسبینو اوومه دوره ازموینه اخلي. په شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک په پرانیستلو سره په انلاین فورمه کي

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

په قسطونو سره د تېرو کلونو د باقیاتو ورکولو خبرتیا!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي ټول هغه سوداګریز شرکتونه، چي د تېرو کلونو ګمرکي باقیات لري او تر اوسه یې نه دي تحویل کړي، کول

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۹:۱۱
Background image

د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو له روزنیز ورکشاپ څخه یو شمېر مالیاتي محاسبینو د فراغت سند ترلاسه کړ

د مسلکي توب،  ظرفیت لوړوني او په مالیاتي محاسبو کي د تجارانو لپاره د اسانتیا او شفافیت رامنځه ته کولو  په موخه د مالیاتي قوانینو او سیسټمونو

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۹:۰
Background image

د ګمرکونو لوی رئیس کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید چي په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، تېره ورځ ئې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د هیواد په سرحدي ګمرکونو کي په ټولو خالي افغاني موټرونو خاک پولي معاف سوه

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ په هیواد کي د سوداګرۍ د لا پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه

BACK TO NEWS