د کورنۍ پلټني لوی ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره سو

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۰ - ۱۶:۱۷
خبر

د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست کارکوونکو ته د  ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره او تر راتلونکو څو ورځو پوري به دوام وکړي.

په دې ورکشاپ کي د درغلیو او سیستمونو د ریاست رئیس، د عوایدو او ګمرکونو د ریاست سرپرست، د بودیجې او خزاینو د ریاست سرپرست او همدارنګه د شتمنیو او ظرفیت لوړولو ریاست سرپرست هم شتون درلود.

 په پیل کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دې ورکشاپ د اهمیت په ا ړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چي د نوي  عصر او تکنالوژۍ سره سم باید ټول کارمندان ځانونه په مسلکي او تخصصي  برخو سمبال او هم په مسلکي او تخصصي ورکشاپونو کي برخه واخلي تر څو خپلي تجربې او پوهه یو بل ته انتقال کړي. وروسته کډونوالو هر یوه د دې ورکشاپ د ارزښت  په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

خبر

 د یادولو وړ ده چي د پلټني د اصلاحاتو دفتر کارکوونکو لخوا د AMIS  ( Audit Management Information System)  سیستم په اړه د کورنۍ پلتنې لوی رئیس ته معلومات ورکړل سول، چي د نوموړي لخوا بیا د کارکوونکو د ارزوني سیستم او د پلټني تعقیبولو (پیگیری) سیستم د نوښت په اړه لازم هدایت ورکړل سول او په پای کي مجلس د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د ټولو ولایتونو له مستوفیانو سره انلاین ناسته وکړه!

 

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر، د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد او د ولایتي عوایدو د پراختیا او همږغۍ ریاست رئیس مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۱:۳
Background image

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د مالي سیسټمونو د بیا نښلولو په موخه ناسته وسوه!



په رڼه توګه د ملي عوایدو د راټولولو، مالیه ورکونکو ته د لا اسانتیاوو رامنځته کولو او د ټولو اړینو لګښتونو او معاشونو د ښه او پر وخت اجرا کېدلو په موخه؛ د مالیې وزارت د پالیسۍ معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۶
Background image

د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته وسوه!

 

د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ لومړنۍ ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه. . .

BACK TO NEWS