د هرات اسلام کلا او تور غونډۍ لارې پرانیستل شوې

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۵۴
خبر

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، چې د ګمرکونو عمومې رئیسې امنې احمدي او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله هرات ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ. په دې سفر کې چې په ولسي جرګه کې د هرات ولایت د خلکو استازې هم ګډون درلود، موخه یې د اسلام کلا ګمرک په وروستۍ اورلګېدنه کې د زیانمنو سوداګرو ستونزې اورېدل، له یوې اوونۍ را هیسي د لاریون کوونکو له لوري د هرات – تورغونډۍ او هرت – اسلام کلا د بندو لارو پرانیستل او له ملي سوداګرو سره له نږدې لیدل وو.

په هرات ولایت کې د سلواغې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د وروستۍ اورلګېدنې له کبله زیانمنو سوداګرو د لاریون په پایله کې یادې لارې تړلې وې او له حکومت څخه یې د خپلو زیانونو د جبران غوښتنه کوله.

له مرکز څخه د مالیې وزارت تللي پلاوي له ملي سوداګرو او د خصوصي سکټور له استازو سره د لیدنې پرمهال د دوی ستونزې واورېدې دوی ته یې قناعت ورکړ او له دوی سره یې ژمنه وکړه، چې ستونزو ته به یې د هیواد د نافذه قوانینو او مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه کېږي.

خبر

د یادونې وړده، چي لاریون کوونکي دې ته ژمن شول چې دوی به لاریون پای ته رسوي او بالاخره د دواړو ګمرکونو ترمنځ تېره ورځ لار خلاصه شوه، سوداګریزې محمولي تګ راتګ کوي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۷
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، په مشرۍ د دې وزارت د شکایتونو اورېدو کمېټې لومړنۍ ناسته وشوه.

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۳۰
Background image

د سارک غړو هیوادونو د مالیي وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه نن په آنلاین ډول ترسره شوه

د سارک سازمان د غړو هیوادونو د مالیې وزیرانو ۱۶مه غیررسمي غونډه د آسیا د پراختیایي بانک د ۵۴ مې کلنۍ غونډې په حاشیه کې په آنلاین

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۸:۱۴
Background image

د مالیې وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سید احسان طاهري او د اریانا افغان هوایي شرکت مدیره پلاوي رئیس د دې شرکت د مشرتابه (له عامل پلاوي) سره ولیدل

په دې لیدنه کې د شرکت د عامل او مدیره پلاوي ترمنځ د همغږۍ ښه کېدو، د چارو ښه مدیریت او ګډو هڅو، په بېلا بېلو مالي، سوداګریزو او عملیاتي

BACK TO NEWS