د مالیې وزارت عوایدو لوی ریاست د مالي کال د بدلولو د غوښتنلیک خبرتیا

admin_mof

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت اړونده د عوایدو لوی ریاست کورنیو او بهرنیو انفرادي او شرکتي سازمانونو ( محدودالمسؤلیت، تضامني، سهامي شرکتونو او بهرنیو شرکتونو نمایندگیو) له ټولو قدرمنو څښتنانو او استازو ته خبر ورکول کیږي، که په مالیاتي ادارو کي د خپلو مالیاتي چارو پر مخ بیولو اړتیا ووینئ چي مالي کال یې له لمریز ( شمسي) څخه زیږدیز ( میلادي ) ته واوړي.
نو د مالي کال د تغییر لپاره د خپلو دلایلو په وړاندي کولو سره د لاندي غوښتنلیک فورمه چي د قدرمنو مالیه ورکوونکو لپاره ترتیب سوې سازمانونه او شرکتونه کولای سي چي د لاندي لینک څخه په استفاده د غوښتنلیک فورمه تر لاسه کړي.
https://ard.gov.af/.../Fiscal+Year+Changing+Application.docx
زموږ ماليه، زموږ هيواد، زموږ راتلونکی

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د غيرانتفاعي سازمانونو د مالياتي معافيت په اړه خبرتیا

د عوايدو د حقوقي خدمتونو رياست د مالياتي معافيتونو آمريت د هېواد په (پلازمېنې کابل او ولایتونو) کي ټولو کورنيو او نړيوالو غيرانتفاعي سازمانونو ته په درنښت سره خبر

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د مستوفیتونو د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل سو

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست او د خزاینو لوی ریاست په ګډه همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کي د نقدي حوالو، جنسي او پوهني د کنټرول مدیرانو لپاره انلاین

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د اضافي مالیې (مالیاتي جریمې) د معافیت خبرتیا!

د مالیې وزارت په وړاندیز او پر ملت او په ځانگړي ډول پر خصوصي سکټور باندي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانگړي مهربانۍ او لورېيني له مخه ټولي اضافي

Back to announcements