د مالیې وزارت سرپرست له افغانستان سره د اسیا پراختیایي بانک (ADF) د اوږدمهاله ملاتړ غوښتونکی شو
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د وږې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د اسیا پراختیایي صندوق لپاره د مالي ژمنو په دیارلسمه ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
د اسیا پراختیایي صندوق ناستې، د اسیا پراختیایي بانک رئیس ښاغلي مستسګواسکاوا، له لورې پرانیستل شوې. په دې ناستو کې مرسته کوونکو او د اسیا پراختیایي بانک لوړ پوړو غړو ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست، د اقتصادي مرستو له کبله د اسیا له پراختیایي بانک او د اسیا پراختیای بانک صندوق له مرسته کوونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل:"موږ له خپلو پراختیایي شریکانو سره د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له دویم سند سره سم د یوه په ځان بسیا افغانستان لپاره کار کوو او د پایداره او جامع اقتصادي ودې په موخه د اسیا پراختیایي بانک حمایت حیاتي رول لري.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې موږ د اسیا پراختیایي بانک په شمول د ډونرانو او د افغانستان د تمویلوونکو په ملتیا وکولی شول د زیاتو ملي عوایدو را ټولېدو او سیستم جوړونې په څېر یو لړ اصلاحات رامنځته کړو، هغه زیاته کړه چې د بېوزلۍ کمولو، اقتصادي ودې او د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د مرسته کوونکو او په ځانګړي توګه د افغانستان پراختیایي صندوق اوږدمهاله اقتصادي او تخنیکي ملتیاوو ته اړتیا لرو.
د دې ناستو په پای کې مرسته کوونکو د اسیا وجهي صندوق لپاره خپلې ژمنې اعلان کړې.
د یادونې وړده، چې د اسیا پراختیایي صندوق، د اسیا پراختیایي بانک د مجموعې لاندي کار کوي، چې په ۱۹۷۴ کال کې د اسیایي بېوزله او د ودې په حال کې هیوادونو سره مالي او تخنیکي مرستو په موخه رامنځته شوی.