د مالیې وزارت سرپرست د بلخ له والي سره د حیرتان په بندر او د دې ولایت په ګمرک کې د شته ستونزو په حل خبرې وکړې
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د کب میاشتې په ۱۲ مه نېټه د بلخ ولایت د ګمرک او حیرتان بندر د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ او په ورته مهال یې د بلخ له والي ښاغلي فرهاد عظیمي، سره هم ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو حیرتان په بندر او د بلخ ولایت ګمرک کې په شته ستونزو، ملي سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو، په دې برخه کې په لا نورو اصلاحاتو راوستو او د ستونزو په هواري خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د دې ترڅنګ د مالیې وزارت سرپرست په بلخ ولایت کې له ملي سوداګرو سره هم جلا لیدنه وکړه، د هغوی ستونزي یې له نږدې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې د مالي امکاناتو او د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.