د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۵۷
خبر

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ د دغه وزارت په خیبرهال کې ترسره شوه.

په دغې ناسته کې، چې د مالیې وزارت د پالیسې معین نذیر کبیري، د عوایدو او ګمرکونو معین عالم شاه ابراهیمي او ځينو نورو رئیسانو شتون درلود، د مالیې وزارت پالیسۍ معین نذیر کبیري، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB) درویشتمې ناستې د بریالۍ ترسره کېدنې په اړه مفصل ګزارش وړاندې او د نړیوالې ټولنې او ډونر هېوادونو د ژمنو ډاډ ورکړ، ورپسې ځینو نورو مسولینو هم د خپلو کړنو اړین توضیحات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د ګډونوالو غړو کاري ګزارش واورېده او په بودیجه کې له راغلو بدلونونو یې معلومات ترلاسه کړل، همدارنګه د چارو په ترسراوي کې یې د دوی له هڅو مننه وکړه او په ورستیو کې ناسته ته د راغلو غړو او کارکوونکو د ور سپارل شویو چارو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

خبر

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۵۴
Background image

د صلاح الدین ایوبي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د افرګشایي ناسته وسوه!

 

د مالیې وزارت د املاکو لوی ریاست د صلاح الدین ایوبي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د افرګشایي ناسته، چي د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار زاړه ګمرک ته څېرمه  پروت دئ، د چارو ادارې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۳
Background image

د عوایدو مرکزي زون ریاست او مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست د کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پیل سو!



د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د عوایدو مرکزي زون ریاست او مالیه ورکوونکو د خدمتونو ریاست کارکوونکو لپاره د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کي روزنیز پروګرام پیل سو.
د دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۵۲
Background image

د مالیې وزارت نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د کمپیوټر دوه میاشتنی روزنیز کورس جوړ سو!

 

د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د مرکز نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د کمپیوټر دوه میاشتنی روزنیز کورس جوړ کړ.
د دغه پروګرام په پرانیستغونډه کي، چي د دغه وزارت په خیبرهال کي جوړ سوې. . .

BACK TO NEWS