د روڼتيا نړيوال سازمان د راپور په تړاو د ماليې وزارت اعلاميه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۰
خبر

د روڼتيا نړيوال سازمان په خپل خپاره سوي راپور کي ويلي: چي افغانستان د ا.ا.ا.  تر حاکميت لاندي په ( ۲۰۲۲ ) ميلادي کال کي، د فساد سره په مبارزه کي د روڼتيا ( ۲۴  ) مثبتي نومرې ترلاسه کړي او د ( ۱۸۰ ) هيوادونو په نوملړ کي ئې ( ۱۵۰ )  ځای خپل کړی دئ، په داسي حال کي، چي د ياد سازمان په نزد د ( ۲۰۱۷ ) ميلادي کال راهيسي  (۹۰  ) سلنه هيوادونو د فساد په منځه وړلو کي هيڅ کوم پرمختګ کړی نه دئ.

دا چي په نوملړکي افغانستان نسبت پخوا ته ښه پرمختګ کړی دئ او د ( ۱۷۴ ) مقام څخه و (۱۵۰  ) ته راکښته سوی؛ خو بيا هم  د ماليې وزارت  په افغانستان کي د روڼتيا او فساد سره د مبارزې په تړاو د ياد نړيوال سازمان خپاره سوي ارقام نيمګړي بولي او په دې برخه کي د دقيقي بيا کتني غوښتنه کوي.

دا چي د ماليې وزارت له لوري د نظام په ټولو مالي برخو کي روڼتيا رامنځته سوې او فساد محوه سوی، چي ورسره د ملي عوايدو کچه ورځ تر بلي د لوړېدو په حال کي ده او د هيواد اقتصاد مثبت خوځښت کړی، چي بېلګه ئې په دې وروستيو کي د نړيوال بانک له لوري هم وړاندي سوه؛ نو د روڼتيا نړيوال سازمان څخه هم غوښتنه کوو؛  تر څو په افغانستان کي موجوده واقيعتونو ته په کتو سم معلومات خپاره کړي او نړۍ ته د افغانستان رښتينی روښانه انځور وړاندي کړي.

د ماليې وزارت د روڼتيا پر نړيوال سازمان او ورته نورو سازمانونو غږ کوي؛ تر څو د نامعلومو سرچينو څخه د ناسمو معلوماتو د اخيستلو پر ځای  راسي او له نږدې څخه په افغانستان کي د فساد سره د مبارزې په تړاو څېړنه وکړي او کره معلوماتو ته د نړيوالو اصولو سره سم انعکاس ورکړي، چي په دې برخه کي موږ هري اصولي او لازمي همکاری ته هم اماده يوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۲:۳۸
Background image

 خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي ناسته وسوه

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د خوندي اسنادو د چاپ دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه وسوه.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډي د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور لخوا د اړتیا وړ نفتي موادو او مایع ګازو د وېش طرزالعمل تائید کړ

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د مالیې وزارت د استازي او د دغه شرکت مدیره پلاوي د رئیس سلطان محمد زبیر په مشرۍ د دولتي

یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۳:۵۷
Background image

ماليې وزارت کي د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د ستونزو د حل په موخه د ځانګړي کمېټې ناستي وسوې

د افغانستان اسلامی امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ مولوي احمد جان بلال، ته دنده سپارل سوې، تر څو د سوداګرو، پانګوالو او اصنافو د مالیاتي او سوداګرو  ستونزو د اورېدلو

BACK TO NEWS