د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته وشوه
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ، د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس او د دې بانک د رهبرۍ پلاوي سره په مجازي ډول ترسره شوه.
په دې ناسته کې دواړو لوریو په وچکالۍ، قحطۍ او د اسیا پراختیایي بانک له خوا تر کار لاندې تمویلېدونکو پروژو د ارزونې او یو شمېر نورو بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وکړې. د مالیې وزارت سرپرست سره له دې چې د وچکالۍ او قحطۍ په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک د مرستو غوښتونکی شو څرګنده کړه، چې د نظر وړ پروژو په پلي کولو کې دغه وزارت بشپړ چمتووالی لري. همدا شان د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک رئیس هم د دې بانک له لوري د دوامداره مرستو او همکاریو ډاډ ورکړ.