د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرسته کوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر له استازې، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې د سیمه ایز اتصال په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنې د همکاریو د څرنګوالې او له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د برېښنا انرژۍ لېږدولو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست له هغوی غوښته وکړه، چې د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه دي په ګډه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان، پاکستان او هندوستان سره په تخنیکي مطالعاتو خبرې وکړي، چې د هغوی له خوا یې هرکلی وشو. هغوی زیاته کړه، چې له یادې انرژۍ دي خلک برخمن شي او په دې برخه کې دي همکارۍ ستراتېژيکي او اوږد مهال شي، چې د مالیې وزارت سرپرست د دې موضوع هرکلی وکړ.

خبر

په پای کې پرېکړه وشوه، چې له تخنیکي بحثونو او د دریو یادو هیوادونو له هوکړې وروسته دي د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه په دې برخه کې خپل مطالعات پیل کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۸:۳۱
Background image

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې له رئیس سره د پیژندنې ناسته وکړه

د مالیې وزارت وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایې ادارې له رئیس ښاغلي عبدالله. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۳:۲۲
Background image

ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل

ولسې جرګې د رایو په اکثریت سره نن د چنګاښ میاشتې په ۱۱ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجوي تعدیلات تصویب کړل.

د مالیې وزارت رهبرۍ په ولسې جرګه کې د خلکو له استازو څخه مننه کوي چې روان. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۱۳
Background image

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د کاناډا له سفیر سره له افغانستان سره د ياد هیواد د مرستو اغېز زیاتېدو لپاره په لا همغږۍ خبرې وکړې

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د چنګاښ میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د کاناډا له سفیر ښاغلي ډیو متکلف، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې. . .

BACK TO NEWS