تورخم ګمرک کي د ښځینه وېښتانو لسګونه بوجۍ ونیول سوي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۱:۵۵
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې مېړنیو سرتېرو تېره ورځ د ننګرهار تورخم ګمرک کي د قاچاق د مخنیوي په یوه نادره پېښه کي د ښځینه د سر وېښتانو لسګونه بوجۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه په لسګونو بوجۍ ښځینه وېښتان چي په پټه ګاونډي هیواد ته قاچاق کېدل د ګمرکونو د سرښندونکو ځواکونو له لوري نیول سوي، چي په بېلابېل ډوله بار وړونکو موټرونو کي ځای پر ځای سوي وو. د تورخم ګمرک د مسؤلینو په خبره ویل کېږي، چي د وېښتانو ترڅنګ په ستره کچه د هیواد قیمتي ډبري هم ترلاسه سوي دي. د دې ترڅنګ په سپین بولدک سرحدي ګمرک کي ۱۰ کارتنه درمل چي پرته له ګمرکي محصول ورکولو هيواد ته واردېدل کشف او نیول سوي دي.

خبر

د یادوني وړ ده چي د انسان د سر وېښتانو پېر، پلور او قاچاق د انساني کرامت او حرمت ته په کتو شرعاً او قانوناً ممنوع دئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۵:۲۸
Background image

د ننګرهار په ګمرک کي د قاچاقو مخنیوی وسو

د ننګرهار ګمرک امنیتي مفرزې ګرځنده څارني ټیم د دغه ولایت په ډرونټي سیمه کي څلور مازدا ډوله موټر په داسي حال کي نیولي، چي له طبي

دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

بې اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز په کابل ګمرک کي پرانیستل سو

د بي اسنادو موټرو د ګمرکي طی مراحلو واحد مرکز یا ون اسټاپ شاپ د مالیې وزارت د ګمرکونو لوي ریاست له لوري د ټرانسپورټ وزارت

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۱۴
Background image

کندهار ولایت کي نا محصوله توکي نیول سوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې زړورو ځواکونو کندهار ولایت کي ۱۵ عرادې مختلف النوع موټرو کي

BACK TO NEWS