له تېري ادارې څخه پر نظام باندي د داخلي خصوصي بنسټونو د پاتي پورونو څخه (۳،۳) میلیارډه افغانۍ ورکړل سوي دي

syllab_admin
Wed, Jan 14 2026 1:51 PM

د مرغومي ۲۴مه ۱۴۰۴هـ.ل
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له منظورۍ سره سم؛ د مالیې وزارت له لوري له تېري ادارې څخه پر نظام باندي د یو شمېر خصوصي کورنیو قراردادي شرکتونو او حقیقي اشخاصو د پاتي طلباتو، تضمیناتو او تأمیناتو د ورکړي لړۍ پیل سوې ده، چي تر دې دمه د ټولو بودیجوي واحدونو د ټاکل سويو کمېټو له تثبیت او د مالیې وزارت له تائید وروسته، شاوخوا (۱۷) زره قراردادي پورونه تثبیت سوي دي. له دې شمېر تثبیت سويو پورونو څخه د (۱۴۰۲)هـ.ل مالي کال له پیله د (۱۴۰۴) مالي کال د لیندۍ میاشتي تر پایه پوري، د عمومي بودیجې له لاري (۳٫۳) میلیارډه افغانۍ اړوندو حکمي او حقیقي اشخاصو ته تادیه سوي دي.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چي له تېري ادارې څخه ئې پر نظام پور پاتي وي، کولای سي خپل اړین اسناد د غوښتنلیک له لاري د اړوند وزارت له ټاکلي سوي کمېټې سره شریک کړي، چي د یادي کمیټې له لوري د مالیې وزارت سره د تثبیت راپور له شریکولو وروسته به ئې پاتي پورونه د (۱۴۰۴)هـ.ل مالي کال د عمومي بودیجې د اجراء اصولنامې مطابق تادیه سي.
د یادوني وړ ده، چي د یادو پورونو تصفیه به د هيواد د اقتصادي ثبات او دوامداري ودي له پاره مهم رول ولوبوي، ځکه دا اقدام به د خصوصي بنسټونو مالي فشارونه راکم کړي، د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا زمینه به برابره کړي او د پانګوالو باور به زیات کړي، چي په پایله کي به د بازار تحرک او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.
یادونه: د تثبیت سويو پورونو بشپړ معلومات د مالیې وزارت پر ویبپاڼه خپاره سوي دي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص، چي پورونه ئې تثبیت سوي وي؛ کولای سي اړوندو اداراو ته مراجعه وکړي.

Documents

مشاهده فایل

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS