د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس کي د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري وینا

admin_mof
Mon, Nov 07 2022 11:49 AM

(پنجشنبه - دکب۱۲مه۱۴۰۰هـ.ل)

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعي، أما بعد: فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم -  بسم الله الرحمن الرحیم

قال رسول الله صلی الله علیه واله وسلم: « واللّه في عَونِ العَبدِ ما كانَ العَبدُ في عَونِ أخيهِ.

اما بعد:

د افغانستان اسلامي امارت عاليقدر رئیس الوزراءاقتصادي معاون صاحب، د صنعت او تجارت محترم وزیر صاحب؛ د افغانستان بانګ رئیس صاحب، د اتاق تجارت مدیره هیئت غړو، د نړیوالو مرستندویه ادارو محترمو استازو، د خصوصي سکتور محترمو استازو، د هیواد محترمو اقتصادي کارپوهانو، د دولتي ادارو محترمو کارکوونکو، د رسنیو محترمو استازو، خویندو او وروڼو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

د هيواد ابادي، سمسورتیا او وده د هر افغان هیله او ارزو ده، نن چي موږ او تاسو دلته راټول سوي یو هم په همدې موخه راټول سوي یو، چي افغانستان د اقتصادي ودي او پرمختګ په حال کي ووینو، الحمدلله موږ اوس د دې شاهدان یو، چي هيواد مو ورځ تر بلي پرمختګ کوي، اقتصاد مو پیاوړی کيږي او خصوصي سکتور مو وده کوي.

د وطن د ابادۍ لپاره سره را ټول سوي بېلابېل قشرونه، د اقتصادي پرمختګونو په مخ کي د پرتو خنډونو په له منځه وړلو کي سلا مشورې سره کوو.

  1. د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت پر خپلو عوایدو باندي د ځان بسیایني په موخه، د هیواد د اقتصادي وضعیت په پام کي نیولو سره او د دې لپاره چي خصوصي سکتور ته زیان ونه رسېږي، اوسني شرایط په نظر کي نیسي او بیا د ګمرکي تعرفو پالیسي ته له سره کتنه کوي، تر څو مالیه ورکوونکو، سوداګرو، پانګوالو او خصوصي سکټور ته هر اړخیزي اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
  2. د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چيد خپلو کار کونکو په وړتیا لوړونه او په اداري سیسټم پوهونه سمبال کړي او همداسي  د امکاناتو سره سم د هیواد د ګمرکونو د رغښت چاري مخته یوسي؛ ترڅو ګمرکونه وکولای سی هر اړخیز خدمتونه وړاندي کړي.
  3. د ګمرکاتو منظم کنټرول، د ګمرکي عوایدو دقیق ثبتول، د مالیې وزارت له لومړي توبونو څخه دي، پر همدې اساس  ماليې وزارت هڅه کوي چي د اسیکوډا سیستم ادغام په نورو سیستمونو؛ لکه: د فکري ملکیتونو ثبت سیستم کي جریان لري، ترڅو د شرکتونو په مالیاتي تصفیو کې لازمي اسانتیاوې رامنځته سي.
  4. په اسلامي امارت کي مديريت، چوکۍ او منصب امتياز نه دی، بلکي د حساب ورکولو یو ماموريت دی، چي هدف ورڅه د اولس او وطن خدمت کول دي، د افغانستان اسلامي امارت پر همدې اساس اولس ته د ښه خدمت کولو، د اقتصادي  معاملاتو د سمولو او د اداري فساد ريښو ايستلو ته ژمن دئ، په هیڅ صورت به چا ته اجازه ورنه کړي، چي اقتصادي ارزښتونه تر پښو لاندي کړي او اداري فساد رامنځته کړي.
  5. د ورځنیو مالیاتو او عوایدو راټولولو برخه کي مالیې وزارت هڅه کوي چي لازمي اسانتیاوي رامنځته کي،اداري پروسې اسانه کړي او داسي حقوقي لاري چاري ولټوي، چي په ډېر لږ وخت کي د خلکو مالیاتي کارونه خلاص سي.
  6. د ماليې وزارت هڅه کوي چي د هیواد ټول بندرونه په ضروري او عصري توکو سمبال کړی(چي ورته اړین او ضروري دي)؛ ترڅو مجهز بندرونه رامنځته کړي؛ خو د دغو بندرولپاره د خصوصي مشارکت بنسټیز شرط دئ. د دې موضوع تشخیص لپاره دي قانوني لاري چاري تشخیص، په پام کي نیول سوي او کيږي.
  7. د هيواد مالي ثبات د یو هيواد د ملا تير بلل کيږي، د دې لپاره چي د هیواد د مالي نظام ثباترا منځ ته کړو، د هیواد د خصوصي سکتور سره مو ګډه همکارياو هڅيرواني کړي دي.
  8. د ماليې وزارت هڅه کوي، چي د هیواد د پیداوارو څخه د لاسته راغلیو عوایدو په موخه د خصوصي سکټور د اړتیاوو او زېربناوو جوړولو لپاره د ملي بودیجې څخه انعکاس ورکړي.

په پای کي زه د مالیې وزارت په استازیتوب، خصوصي سکټور، سوداګرۍ، صنعتګرۍ، کسبګرۍ، کرنې، کانونو او پانګوني سکټورونو پرمختګونو او وړتیا ته په نېک نظر ګورم او د خپل ټول ټیم سره تاسو ته د هر راز همکارۍ، ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو ژمنهدرکوم؛ ځکه: خصوصي سکټور د اقتصادي نظام مټ دئ،  خصوصي سکټور دی، چي ځوانانو ته د کار زمینه برابروي او ترڅنګ ئې د دولت اقتصادي نظام پر پښو دروي او ښه عاید ورکوي.

ومن الله توفیق

د افغانستان د ښه اقتصاد، غوره خصوصي سکتور او ښې راتلونکي په هيله