د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو معین د هرات ولایت مستوفیت لیدنه وکړه
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي، چې د ګمرکونو عمومې رئیسې امنې احمدي او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله هرات ولایت ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر وکړ.
د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو معین په دې لیدنه کې د هرات ولایت مستوفیت له مسؤلینو سره د ملي عوایدو پر وخت او موقع راټولو او عوایدي پلان بشپړولو لپاره د مرکز او دې ولایت ترمنځ د همغږۍ زیاتولو، باقیاتو تحصیل، ملي سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، له فساد سره مبارزې، د ملي عوایدو راټولېدو پرمخ کې د ستونزو تشخیصولو او دې ته ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړې او ټولو مسؤلینو ته یې لازم هدایتونه ورکړل.