د افغانستان اقتصاد کنفرانس  ته د مالیې د وزير ملا هدایت الله بدري وینا

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۱:۴۸

(چهارشنبه ـ  (۱۴۰۰ل) کال - جدي میاشت نهویشتمه)

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان اسلامي امارت عاليقدر رئیس الوزراء، د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو، د کابينې محترمو غړو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، د مختلفو هیوادونو سفیرانو او کورډيپلوماتیک استازو، د نړیوالو مرستندویه سازمانونو محترمو مشرانو او استازو، د خصوصي سکتور محترمو استازو، د هیواد محترمو اقتصادي کارپوهانو، د دولتي ادارو محترمو کارکوونکو، د رسنیو محترمو استازو، خویندو او وروڼو او د افغانستان د اقتصاد کنفرانس محترمو ګډونوالو.

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

د مالیې وزارت، د دولت له مهمو وزارتونو څخه دئ، چي د هیواد په اقتصاد کي مخکښ رول لوبوي.

د مالیې وزارت د ملي عوایدو د راټولولو، د بهرنیو مرستو د جلبولو، د ملي بوديجې د جوړولو، تطبيقولو، د عامه مصارفو د مديریت او د هيواد د مهمو اقتصادي پالیسیو د لارښووني مسوولیت لري.

موږ د مالیې وزارت مسئولیت په داسي حال کي پر غاړه واخیست چي د نړیوال بانک، آسیا پراختیایي بانک، اروپایي اتحادیې او نورو بسپنه ورکوونکو هیوادونو ټولي پراختیایي مرستي چي د ملي بوديجې له 50٪ څخه زیاته برخه يې پوره کوله، په یوه وار بندي سوې.

د خلکو مطالبات او قرضونه، د قراردادیانو د معاشونو او قرضونو په شمول پر ځای پاته وه.

بوديجه له کسر سره مخامخ وه او د عوایدو د راټولولو سیسټم فلج سوی وو.

لسګونه او سلګونه نیمګړي پراختیايي پروژې په میراث راپاته وې او د افغانستان خزانه تشه سوې وه؛ خو له تحول څخه وروسته د مالیې وزارت فعال ساتل د امارت له لومړیتوبونو څخه وو. موږ د خپلو مسلکي همکارانو په مرسته مو وکولای سوه، چي د وزارت اساسي فعالیتونه ژر تر ژره پیل کړو؛ نو ځکه دغه وزارت ډېر ژر په نظام کي د یوې فعالي او مسلکي ادارې په توګه خپل ځای وموند.

 له نېکه مرغه په ​​هيواد کي مالي سیستمونه په بشپړه توګه او د پخوا په مقایسه په ښه توګه فعال سوي دي.

 د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د عوایدو د راټولولو مرکزي سیستم بیا فعال سو.

په مستوفیتونو او د عوایدو په راټولوونکو ادارو کي لازم اصلاحات تطبيق سول.

د عوایدو په راټولولو کي د فساد مخه ونیول سوه.

اوس د ټولو ګمرکي او غیر ګمرکي عوایدو بهير شفاف دئ.

د عامه مصارفو په برخه کي د تيري ادارې له خوا د بوديجې د کمښت باوجود موږ وکولای سول چي ستونزي په ښه توګه مدیریت کړو.

موږ د افغانستان د تأدیاتو سیسټم (افمس) بیا فعال کړ.

د لومړي ځل لپاره موږ د افغانستان له داخلي عوایدو څخه په استفادې سره یوه بشپړه خپلواکه بوديجه جوړه کړه. که څه هم دا بوديجه د حجم له پلوه کوچنۍ ده؛ خو موږ به هڅه وکړو چي په دې بوديجه کي خوندي او اړین شفافیت او مؤثریت رامنځته کړو.

موږ د افغانستان بانک سره د رغنده همکارۍ په نتيجه کي د بشردوستانه نغدو پيسو له انتقال سره د افغانستان د بانکونو د نغدي پیسو ستونزي ته نسبي حل پیدا کړ.

د بشردوستانه مرستو د راجلبولو لپاره د نړیوالو شریکانو او ملګرو ملتونو سره ښې اړيکي ټينګي سوې.

د مالیې وزارت په سیمه ييزي اقتصادي ډیپلوماسۍ او د سیمي له هیوادونو سره د ګمرکي اسانتیاوو په رامنځته کولو کي فعال رول لوبولی دئ.

د ماليې وزارت د بنديزونو د اسانولو او په افغانستان کي د ځینو نړیوالو سازمانونو او مؤسسو د پراختیایي فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د مجوزونو د خپرېدو لپاره له غرب سره په اقتصادي مذاکراتو کي رغنده رول لوبولی دئ.

د مالیې وزارت په دې منطقي او مشروع دریځ ټینګار وکړ، چي بشري مرستي کفايت نه کوي او پراختیايي مرستو ته اړتیالیدل کیږي. (د یادوني وړ ده چي دا ټول د مسلکي کارکوونکو سره د ښو او باوري اړیکو پرته ناشوني دي).

یو ځل بیا مو مسلکي کادرونه او اقتصاد پوهان خپلو دندو ته راوغوښتل او هغوی ته مو په ورين تندي ښه راغلاست ووایه.

موږ د متشبثینو، کسبګرو، صنعتکارانو او سوداګرو سره څو ناستي وکړې. د دوی ستونزي مو واورېدلې او د دوی د ستونزو او وړاندیزونو د حل لپاره مو عملي او اغېزمني حل لاري ولټولې.

د حکومت اقتصادي لیدلوری، چي وړاندي د حکومت د مشرتابه له خوا وړاندي سو، د شته منابعو په پام کي نیولو سره دقیقي اقتصادي پلان جوړوني ته اړتیا لري.

د افغانستان نوی اقتصادي لیدلوری رښتينې خودکفايي ده.

پر بهرنیو پراختیایي مرستو ډېره تکیه چي د تیري ادارې د ملي بوديجې له نیمایي څخه ډېره برخه يې تمویلوله، سخته اقتصادي وابستګي يې رامنځته کړې وه.

د وروستیو تحولاتو په تعقیب، د سرتاسري امنیت له تأمین او د فساد د له منځه وړلو سره اوس د دې فرصت په لاس راغلی دئ، چي یو رښتینی اقتصادي لرليد او پالیسي جوړه او تطبيق سي. دا لیدلوری د خصوصي سکټور په ملاتړ د عوایدو په راټولولو، په عامه مصارفو کي د روڼتیا یقیني کولو، د مصارفو لپاره د دقیقو لومړيتوبونو د ټاکلو او د افغانستان د باالقوه اقتصادي سکتورونو لکه کرهڼي، کان کیندني، د تجارت، ټرانزیټ او سيمه ييزو اقتصادي همکاريوپر اسانتیاوو تمرکز کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت له اقتصادي لیدلوري سره سم:

  1. د مالیې وزارت هڅه کوي چي د اصلاحاتو په راوستلو او د کورنیو عوایدو په راټولولو سره هيواد ته مالي او اقتصادي خپلواکي ور په برخه کړي.
  2. موږ د یو اغېزمن مالي سیسټم د جوړولو په حال کي يو.
  3. موږ به د مالیاتو او تعرفو لپاره یو عادلانه او شفاف رژیم رامنځته کړو.
  4. هڅه کوو چي پر خلکو مالیه ټیټه وساتو.
  5. موږ د هر ډول غیرقانوني مالیاتو یا نورو مداخلو د مخنیوي لپاره په کلکه عمل کوو.
  6. په افغانستان کي د عامه مصارفو سیستم د اصلاح په حال کي دی څو د عامه مصارفو د هريافغانۍله مصرف څخه خپلو خلکو ته حد اکثر ګټه ترلاسه کړو.

په پای کي د افغانستان د اسلامي امارت محترم مشرتابه، د کابیني محترمو غړو، د دوستو هیوادونو سفیرانو او دیپلوماتیکو استازو، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي آغلي ډیبورا لاینز، د ملګرو ملتونو د تخصصي ادارو استازو، د خصوصي سکتور استازو او د هیواد دعلمي ټولني څخه په کنفرانس کي د ګډون له کبله ځانګړې مننه کوم.

همداراز ځای لري چي په مالیې وزارت کي له خپلو همکارانو هم مننه او قدرداني وکړم چي ددې کنفرانس د دایرولو لپاره یې شپه او ورځ زيار ایستلی دئ.

له توجه څخه مو مننه

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق