د ولایتې مستوفیتونو د قطعیې ۳۵ تنو کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
Thu, Nov 28 2024 2:29 PM
............


د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له تدریسي پلان سره سم، د روزنیزو پروګرامونو په لړ کي د ولایتي مستوفیتونو د قطعیې (۳۵) تنو کارکوونکو له پاره د عوایدو د قطعیې راپور جوړولو، (م۲۷)، (م۲۹)، (م ۳۰) باقیاتو راپورونو او مدیریت د اساساتو تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام پیل سو.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصور الحق ذاکر د مالیې وزارت د ظرفیت لوړولو آمر مولوي محمد نادر همایون او د عوایدو او ګمرکونو د ملي اکاډمۍ آمر بلال احمد احدي  ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال وویل، چي د داسي پروګرامونو موخه داده، چي په اړوندو برخو کي د کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او په اداري چارو کي لا ډېر پرمختګ راوړل سي؛ نوموړي ټينګار وکړ، چي د مستوفیتونو راغلي کارکوونکي باید ترلاسه سوي تجربې او زده کړي د مستوفیتونو له نورو کارکوونکو سره هم شریکي کړي، څو په ګډه سره د ښه خدمت مصدر وګرځي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه (۱۱) ورځني روزنیز پروګرام په لړ کي به ګډونوالو ته د مجربو او مسلکي ټرینرانو له لوري په یادو برخو کي د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړي هم ورکړل سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS