د مالیې وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه وکړه

admin_mof
Tue, May 17 2022 1:37 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، چي د ټرانسپورټ وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده، یې هم ملګرتیا کوله د ملي پراختیا شرکت څخه له نږدې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کي د مالیې وزارت سرپرست، د ملي پراختیایي شرکت اداري چاري او د کار کوونکو فعالیتونه له نږدې ولیدل او له ټولو کارکوونکو یې په دې موخه مننه وکړه، چي دوی د شرکت د پرمختګ او د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي.

نوموړي، د ملي پراختیایي شرکت کارکونکو ته ډاډ ورکړ، چي د مالیې وزارت به د ټولو امکاناتو او قوانینو په پام کي نیولو سره له دوی سره هر راز مرسته او همکاري کوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS