د اریانا افغان هوایي شرکت د ۱۴۰۰ مالي کال مدیره پلاوي لومړۍ ناسته وشوه

admin_mof
Wed, Apr 21 2021 12:23 PM
خبر

د مالیې وزارت مالي او عمومي ریاست سرپرست سید احسان الدین طاهري او د اریانا افغان هوایي شرکت د مدیره پلاوي رئیس په مشرۍ، چې د مدیره پلاوي ټولو غړو (اقتصاد وزارت، ملي بانک او پښتني بانک استازو) پکې ګډون درلود، د دې شرکت د ۱۴۰۰ مالي کال مدیره پلاوي لومړۍ ناسته وشوه.

د اریانا افغان هوایي شرکت د ریاست سرپرست سلیم رحیمي، په دې ناسته کې د یاد شرکت د مدیره پلاوي مخکنۍ ناستې پر پرېکړو له ځغلندې کتنې وروسته د مالي پلان، بشري سرچینو لایحې، د شرکت په ځانګړي توګه د الوتنې عملې، کارکوونکو او چلوونکو د معاشونو په سکیل او په اجنډا کې شاملو یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو د ناستې غړو ته د دې شرکت د مشخص وړانديز په تړاو خپل راپور وړاندي کړ.

ورپسې د دې شرکت د مدیره پلاوي رئیس سید احسان الدین طاهري، د شرکت د مدیره پلاوي له غړو د هر یوه د نظر په وړاندي کولو سره د هر مورد په تړاو لازمه او ګډه پرېکړه وړاندي کړه.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS