له کلیدي مرستندویانو سره ګډون او اړیکې پیاوړې کېږي
د مالیې وزارت، ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ریاست، مرستندویه بنسټونو او هیوادونو د سفیرانو او استازو ترمنځ له کلیدي مرستندویانو (۳+۴+۵) سره د جینوا کنفرانس د ژمنو تعقیبولو د همغږۍ لومړنۍ ناسته وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په دې ناسته کې د جینوا په کنفرانس کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره سیاسي او مالي ملاتړ پر بنسټ نړیوالو ژمنو ته د هرکلي ترڅنګ، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د وروستیو اصلاحاتو د پرمختګ، د عامه مالي مدیریت سیستم پراختیا، بودیجې ریفورم او په ټاکلې موده کې د افغانستان مشارکت چوکاټ د ژمنو پلي کولو په تړاو خبرې وکړې.
په پای کې د مرستندویه هیوادونو او بنسټونو سفیرانو د ژمنو پلي کولو په برخه کې د افغانستان حکومت د اقداماتو او اصلاحاتو هر کلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې ژمنې ډاډ ورکړ.