Ministry of Finance  

For seeing English Click here

برای بخش دری اینجا را کلیک کنید

په 2006 کال کې نړیوال بانک ته د مالیې د وزیر ښاغلي ډاکټر انوارالحق "احدي" وینا (881 الفاظ)

________________________________

د قدر وړ ښاغلیو او اغلیو:

دا د ډیر ویاړځای دی  چې یو ځل بیا دې غونډې ته وینا کوم. افغانستان په تېر کال کې زموږ د یوه ولسواکه دولت، د ټولنې د اکثریت او آزاد بازار پر بنسټ ولاړ اقتصاد د هدف په تر لاسه کولو کې د پام وړ ګامونه اوچت کړي دي.

د سیاسي لحاظه نوي او د ډیموکراسی د اصولو له مخې ټاکل شوي پارلمان د لومړي ځل لپاره په دې موخه غونډه جوړه کړه، ترڅو د تقنیني څانګې په رامنځ ته کولو سره د اجرائیه او قضایۀ څانګو ترمنځ انډول وساتي. په داسې حال کې چې نوي زېږنده پارلمان خپله ملي بودجه په هکله له وړاندې ارزولې او تصویب کړې، د کابینې غړو ته یې د باور رایه ور کړې او همدارنګه یې په ملي کچه د اداري سیسټم د رول په هکله معقول بحث تر سره کړی دی.

په ټولنیزه توګه افغانستان په تېر کال کې د یو زیات شمیر پراختیایي اهدافو د رپوټ د بشپړولو ترڅنګ د بېوځلی د کمولو د ستراتیژي رپوټ هم بشپړ کړی دی. د یو باسواده، صحتمند، اقتصادي لحاظه د فعال هېواد د هدف په ګډون د افغانانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کول او د یو داسې بنسټ ایښودل چې ملي بودجه یې د پالیسی وسیله ګرځېدلې، د اساسي اهدافو څخه بلل کیږي.

د اقتصادي لحاظه افغانستان د اصلاحاتو د ستراتیژی د پلي کولو پالیسي جاري ساتلي، چې هدف یې د یو داسې چاپېریال رامنځ ته کول دي چې د خصوصي سکتور د پانګې اچونې لپاره د منلو وړ وي. د اصلاحاتو دغه لړی د نړیوال پولي صندوق(IMF)  د څارنې د پروګرام د کار کوونکو له خوا څارل شوې، او همدارنګه د  SMP تر څارنې لاندې د ښو اجراآتو د ترسره کولو له کبله په رپوټ ورکولو سره د خوښی څرګندونه کوم. د نړیوال پولي صندوق (IMF) یو هیئت د روان کال د جون په میاشت کې د افغانستان لپاره د بېوځلی د کمولو او پرمختګ د اسانتیاؤ پروګرام تصویب کړ.

افغانستان نه شوای کولای چې په یوازې ځان نوموړي پرمختګونه تر لاسه کړي. د جنوري د میاشتې د لندن په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې یو ځل بیا د افغانستان سره د سیاسي او مالي مرستو ژمنه تکرار کړه. د هغو اهدافو د بشپړېدو په تعقیب چې د بن په تړون کې ترتیب شوي وو، د افغانستان تړون تر عنوان لاندې د دوه اړخیزو اهدافو د ترلاسه کولو په منظور نړیوالې ټولنې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره  د ملاتړ ژمنه وکړه.

د نوموړي تړون د لوړو اهدافو تر لاسه کول به څه اسان کار نه وٍي. د نړیوالې ټولنې له خوا د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې   د 16 میلیاردو ډالرو ژمنې سربېره د تړون د پلي کولو په موخه مرستندویه هېوادونو په لندن کې د لسو میلیاردو ډالرو اضافي مرستې ژمنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې دواړه خواوې: مرستندویه هېوادونه او د افغانستان دولت د لږو پیسو د ورکړې هڅه کوي، خو زما په اند د ملي حکومت په ځواک منېدو سره مرستې باید د ملي بودجې د مېکانیزم له لارې تنظیم او توزیع، په ملي کچه د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره مرستې په اغېزمنه توګه مصرف او همدارنګه د دولتي ادارو ظرفیت لوړ کړای شي. او په همدې ډول زه د دواړو یعنې د دولتي ادارو د ظرفیت او د مرستو د سرچینو د غښتلتیا لپاره کار کوم، ترڅو د دې لارې د مرستو په ورکولو کې د مرستندویه هېوادونو باور زیات کړم. د دې لپاره چې زموږ ابتکارات په یو نړیوال متن کې ځای په ځای کړای شي، افغانستان د مرستو د موثریت په هکله د سږ کال د مارچ په میاشت کې د پاریس کلب اعلامیه تائید کړې ده، او افغانستان لومړنی هېواد ؤ چې د 2006 کال د اګست په میاشت کې یې د څارنې لومړنی پړاو بشپړ کړ.

د نړیوالې ټولنې د پرله پسې پراختیایي همکاری سربېره، زموږ لوی پور ورکوونکو هېوادونو په لندن کې اعلان وکړ چې دوی به سل په سلو کې ټول هغه پور وبښي چې لا تر اوسه نه دی تصفیه شوی، خو په دې شرط چې افغانستان د هغو بېوځلو هېوادونو کچې ته ورسیږي چې په زیاته کچه تر پور لاندې دي. د افغانستان د PRGF پروګرام له تصویب نه وروسته ما د نېپلېس د شرایطو (Naples treatments) په هکله زموږ د پور په اړوند د پاریس کلب کې د پور ورکوونکو هېوادونو سره خبرې درلودې. هیله من یم چې افغانستان به د دریو کلونو په ترڅ کې د هغو بېوځلو هېوادونو پولې ته ورسیږي چې تر زیاتې کچې پورې پوروړي وي. څرنګه چې د افغانستان د پور اخیستنې تحمل په بې ساري ډول ټیټ دی، نو له همدې امله په مرستندویه هېوادونو باندې ټینګار کوم چې د وړیا مالي مرستو برابرولو ته ادامه ورکړي. د نړیوال بانک سل په سلو کې وړیا مرسته د ستاینې وړ بولم او همدارنګه د آسیا پرمختیايي بانک له مباحثو څخه ملاتړ کوم، ترڅو د آسیا پرمختیايي صندوق له خوا تمویلول د نړیوالې پرمختیايي همکاری سره همغاړې کړي، چې هغه به بیا په خپل وار د عینې شرائطو لپاره اجازه ورکړي.

د هغو پرمختګونو سره سره چې د تېر کال په اوږدو کې مو لاسته راوړي دي لا زیات ملاتړ ته اړتیا لیدل کیږي. څرنګه چې تاسو ته بهتره مالومه ده چې د انرژی، لویو لارو، ښوونې او روغتیا په په برخو کې دوامدارې پانګې اچونې ته اړتیا لیدل کیږي نو په دغو برخو کې د نوي پانګې اچونې تر څنګ، موږ د یوې داسې ستراتیژی جوړولو ته پام اړولی دی، ترڅو زموږ د اوسنیو پانګو اچونو څارنه وکړي او په مالي پروژو هم کې د لګښتونو پرله پسې څارنه ترسره او بشپړه کړي.

په دوو اړوندو برخو کې یعنې په امنیتي او د نشه یي توکو په برخو کې د بریالیتوبونو تر لاسه کول داسې یو بنسټ تشکیلوي چې د هر ډول پراختیايي فعالیت اساس کېدای شي، او د دې رپوټ په ورکولو سره ډېر مایوسه شوم چې  په تېر کال کې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی. دا په داسې حال کې ده چې موږ د خپلو نړیوالو همکارانو سره په ګډه یو ځای د امنیتي او نشه یي توکو پر ضد اهدافو په اړوند کره کتنه کوو. د دغو ابتکاراتو د مالي څرګندونو په هکله هم غور کول د یادولو وړ دي. په دې ډول ناوړو حالاتو کې چې موږ هڅه کوو: لکه په ځانګړي توګه نا امني چې پرمحتیايي فعالیتونه تر خپلې اغېزې لاندې راولي، او همدارنګه په امنيتي ستونزو پورې تړلي لګښتونه د دواړو زېربناوو او خدماتي پروګرامونو لګښتونه هم تر خپلې سیورې لاندې راولي، چې له همدې نا امنیو له کبله د سالمې ادارې په ګډون ټول پراختیايي پروګرامونه له خنډونو سره مخامخ دي.

اداري فساد یوه بله داسې ننګونه ده چې زما اداره ورسره مخامخ ده او هیله من یم چې په دې کال کې د کلنیو غونډو په ترڅ کې ډېره پاملرنه دولتداری او د اداري فساد پر ضد په مجادله باندې متمرکز وي. په افغانستان کې د د کمزوري اداري او قضايي سیسټم او همدارنګه د نا امنیو او نشه یي توکو د تولید له امله موږ په هر اړخیز ډول د اداري فساد په وړاندې جهاد کوو: لکه د یو کار د ترسره کولو په مقابل کې د رشوت اخیستل، د ګومارنې په بهیر کې له روابطو څخه استفاده کول، غیر قانوني فیسونه اخیستل او د بیا رغونې له بهیر څخه د سیفون په وسیله د پیسو ایستل. د افغانستان عادي خلکو دا پورته نیمګړتیاوې منلې او په اړوند یې د اقداماتو اخیستلو غوښتنې کړې دي. همدارنګه هر متن ځانګړی خصوصیت لري نو په دې ډول اداري فساد زموږ له یوازینیو موضوعاتو څخه نه بلل کیږي. زه په دې باور نه یم چې د اداري سیسټم په پروسه کې د طبقاتو زیاتول او یا هم په زیاته پیمانه تخنیکي همکاري تر سره کول او رپوټ ورکول به د حل لاره وي. ما لا له وړاندې له نړیوال بانک او زموږ د پراختیايي همکارانو څخه د افغانستان سره د عملي او پر وخت د مرستې د میتوډ غوښتنه کړې، ترڅو د اداري فساد پر ضد اقدامات په ګوته او پلي کړي او دوی په چټکی سره خپلې پروژې پیل کړي.

په لنډ ډول باید ووایم چې افغانستان په تېر کال کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، خو موږ لا هم د بیا رغونې هڅو ته د دوام ور کولو په موخه ملاتړ ته اړتیا لرو، څو امنیتي ننګونې په ګوته کړو، لکه د نشه یي توکو او اداري فساد پر ضد مبارزه. تاسو په ډېر اخلاص زموږ سره په تېرو څلورو کلونو کې مرسته کړې او موږ به دې ته دوام ورکړو ترڅو ستاسو ملاتړ تر لاسه کړو.

 

   
لومړي مخ

v

د مالي وزاړت په اړه معلومات

v

دوزیر و معینان

v

ریاستونه

v

قوانين او مقررې

v

  دماليي په اړه معلومات

v

مالی اطلاعات

v

د ثروت مجله

v

ښونه

v

  خبرونه 

v

د وظيفي اعلان

v

رايې

v

 انځورونه

v

 اړيکۍ

v

 

معلومات پلتنه اریکی پیوندونه دندی لومری مخ