Ministry of Finance  

 

 د مالیی وزارت په اړه معلومات

د مالیی وزارت د بودجی جوړول او تطبیق ، د مالیی را ټولول ،  د دولت  مصارف  او تأد یات تنظیمول، او ګمرکی چاری ترسره کوی، لازمه ده چه هر دولت د خپل عاید او مصرف په هکله معلومات ولری ترڅو د دقیقو معلوماتو په پایله کی خپل مالی امکانات منظم او په موثره توګه تخصیص کړی، د یو دولت د بریالیتوب ترټولو مهم  شرط  د بودجی د کمبود څخه ځان ژغورل دی ، د بودجی د کمبود نه دځان ژغورلو په هکله باید د عوایدو او مصارفو تناسب په پام کی و نیول شی اود چارو د تنیظیمولو لپاره یی جدی تدبیرونه او لازم اقدامات ترسره شی ، تر څو له یوه پلوه عواید زیات شی او له بل پلوه د بی ځایه مصرفونو مخه و نیول شی .

څرنګه چه زمونږ د بودجی زیاته برخه دنړیوالومرستو لخوا تمویلیږی ، د مالیی وزارت پدی توانیدلی چه د افغانستان لپاره د نړیوالومرستوپه تنظیم او انسجام کی ورځ په ورځ خپل موثریت او کنترول زیات کړی او کوښښ کوی چه نړیوالی مرستی ددولت لخواتر لاسه کړی. د مالیی وزارت په تیرو دریو کلونو کښی کوښښ کړی چه ټولی مالی چاری په نړیوالو اصولو اوقوانینو برابری کړی چه ددی هدف د ترلاسه  کولو لپاره یی یو بشری قوت ایجاد کړی  اود پالیسیو طرح ، تطبیق او لازم اصلاحات یی ترسره کړی ، او د وزارت د کارمندانو د ظرفیت د لوړوالی اود هغوی د مشکلاتو دحل لپاره یی لازم تدبیرونه  نیولی .

د مالیی وزارت هدف دادی چه د هیواد ټولی مالی چاری د اقتصادی اصولو او قوانینوپه بنیاد تنظیم شی، افغانستان باید  یو ثابت ، مصؤن او خود کفا هیواد وی چه پدی ترتیب سره به د بیت المال څخه په حساب او پوره روڼوالی  د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو اواستفادی لپاره  کارواخستل شی، په پایله  کی به د مالیی  وزارت په دی و توانیږی چی خپل غښتلی حضور په ټولو داخلی مالی برخوکی لاپیاوړی کړی او خپل اعتبار په داسی شکل زیات کړی چی په کورنۍ سطحه په  آزاد بازار متکی اقتصاد  او تشبثاتی فعالیتونو تقویه کړی او په نړیواله سطحه تمویلونکو او بهرنیو پانګه اچونکو ته ډاډ ورکړی چه افغانستان د یوی سالمی اقتصادی اداری څښتن دی او په هره برخه کی د مالیی وزارت هغوته اسانتیاوی برابرولی شي.

 د مالیی وزارت په تشکیلاتو کی د وزارت مقام ، مالی معین ، دعواید واوګمرکاتومعین او اداری  معین شامل دی ، هر معین ځانګړي ریاستونه رهبري او اداره کوي. ددفترریاست، د بودجی ریاست ، دخزاینو ریاست ،د داخلی پلټنی ریاست  ، دګمرکاتو ریاست ، د عوایدو ریاست ، د محاسباتو ریاست، د تصدیو ریاست  او اداری ریاست د خپلو منظمو تشکیلاتو په مرسته  اړونده  دندی تر سره کوی ، د 1383 کال په اوږدو کی هر ریاست د خپلو اړونده  کاری پروګرامونوترسره کول او راتلونکی اهداف څرګند کړل ،  د هر ریاست کاری دندی او ستراتیژیک پلانونه په  ځانګړی توګه د هر ریاست د نوم لاند ی تشریح شویدی.

دتکنالوژی معلوماتی وزیر او معینان دمالی وزارت په اړه
   
لومړي مخ

v

د مالي وزاړت په اړه معلومات

v

دوزیر او معینان

v

ریاستونه

v

قوانين او مقررې

v

  دماليي په اړه معلومات

v

مالی اطلاعات

v

د ثروت مجله

v

ښونه

v

  خبرونه 

v

د وظيفي اعلان

v

رايې

v

 انځورونه

v

 اړيکۍ

v

معلومات پلتنه اریکی پیوندونه دندی لومری مخ