Ministry of Finance  

تصدي

دمالېې وزارت د تصديو عمومي رياست په ټوليز ډول د څلورو رياستونو او يو آمريت

درلودونکى دى.

د صنعتي تصديو رياست

د ساختماني او ټرانسپورټ د تصدۍ رياست

د سوداگرۍاو خدماتو د تصديو رياست

د ميتوديکي لارښونې او حساب رياست

د يوکولو ارتباط آمريت

د لارښونې او حساب له رياست څخه علاوه د نورو ټولو رياستونو دندې متحدالشکل دي چې ټولو په خپلو څانگوکې فعاليت کوي.

د تصديو د عمومي رياست له جوړولو څخه د ماليې وزارت هدف دادىچى په پرله پسې ډول د تصديو پانگه او له هغو څخه لازمه گټه تر څارنې لاندې ونيسي او هغه څه چې د تصديو په اختېار کې دي د تصديو د قانون او مقرراتو په رڼا کې په کار واچول شي او د حسابي مقرراتو قانون پرې تطبيق شي، نو ځکه د مالي کال تر پيليدا وړاندې د تصديو مالي پلانونه دهغوۍدکاري ظرفيتونو او مالي امکاناتو چې په رښتيايې د تصديو پانگه جوړول ددغه رياست د مسئولينو تر ارزونې وروسته منظور شوه او تر منظوريدو  وروسته  د اجرا لپاره تصديو ته وليږدول شوه. 

د هر رياست مسئولين دنده لري چې په خپلو اړوندو څانگو کې د اقتصادي فعاليتونو او د طرحه شويو پلانونو د تطبيق او تحقق ټول معلومات د کال په هره څلورمه برخه يعني درې مياشتې  وروسته دريم نمبر فورمې ته د سټندرډ عملياتو تحليل او ارزونې په غرض شامل کړي او په پاې کې ترې يو څرگنده نتيجه واخلي.

او همدا راز د هغو توازنونو او بيلانسونو گټه او تاوان چې ديوه کال په اوږدوکې د تصديو د ماهرو او مسلکي کادرونو په وسيله منځ ته راغلى وي او ارزيابي او تحليل هم ددغو رياستونو د دندو يوه برخه جوړوي.

او همدا راز د مکتوبونو اجرا، حسابي او لارښونکې مشورې، د ميتوديکوکورسونو او سيمنارونو جوړول ، د عالي شورا په غونډوکې گډون، د تصديو په مالي او حسابي غونډوکې برخه اخيستل او د تصديو دمرامنامې د پړاونو طي کول او تائيدول لوړو مقاماتو ته دحسابي او مالي نظرياتو ارائه کول او په ځانگړو حالاتو کې د ځينو ستونزو داواري وړانديزونه، په خپل وخت د تادياتي مکلفيتونو اجرا کول او همدا راز د ورځينو اجراآتو سرته رسول ددغه رياست د دندې گڼل کيږي.

په همدې توگه د ماليې وزارت د تصديو د راتلونکي پلانونو په اړه په پام کې لري چې لکه څرنگه چې ورځ په ورځ د دولت پاليسي دخصوصي سازۍ په لوروانه ده نو تصدي هم بايد د دولت دغه گامونه په ډير غورسره وڅاري اوپر همدې لاره د تگ لپاره د هغې ګټې دلاس ته راوړو هڅه وکړي چې د افغانستان د دولت او خلکو په برخه کې متصوره ده، په همدې اړه د تصديو د ارزونې کميسون جوړ شوى دى او که خداى کول په دې لاره کې به گټور گامونه واخيستل شي.

دتکنالوژی معلوماتی وزیر او معینان دمالی وزارت په اړه
   

 

معلومات پلتنه اریکی پیوندونه دندی لومری مخ