د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس او مل پلاوي یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
.........

 

د وږې ۱۱ مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مالیه ‌ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو رئیس او مل پلاوي د مالیه‌ ورکوونکو د عریضو او شکایتونو د څېړنې او د هغوی د ستونزو د اورېدلو په موخه کندوز، بلخ او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ.
یاد پلاوي د درېیو عریضو د څېړنې په موخه، چې دوې یې د حکمي اشخاصو او یوه یې د حقیقي شخص اړوند وه، یادو ولایتونو ته سفر وکړ. د دغو عریضو موضوع د مالیه ‌ورکوونکو له لوري د ټاکل شویو مالیاتو په اړه د اعتراض او د مالیې د اندازې د بیاکتنې غوښتنه وه.
د سفر پر مهال پلاوي د یادو عریضو او شکایتونو د څېړنې په موخه د اړوندو مستوفیتونو له مسؤلینو سره وکتل او د موضوع په اړه یې لازم معلومات او اسناد ترلاسه کړل. ورپسې یې له عریضه‌کوونکو سره لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدلې او د مطرح شویو موضوعاتو د لا روښانتیا په موخه یې لازمې څېړنې او ارزونې ترسره کړې.
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مالیه‌ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو، د هغوی د ستونزو د قانوني او عادلانه حل او د مالیاتي چارو د لا ښه تنظیم په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د مستوفیتونو او ولایتي ګمرکونو د عمومي مدیرانو لپاره د «کارکوونکو چارو ستراتیژیک مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام جوړ سو

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د «کارکوونکو چارو ستراتیژیک مدیریت» تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د مستوفیتونو او ګمرکونو عمومي مدیرانو لپاره د یوې غونډې په ترڅ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ

د وږې۱۴مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د دغه سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۴۵
Background image

د مؤسسو له اتحادیې سره د همغږۍ ناسته وشوه

د وږې۱۲مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو تخنیکي مرستیال او اړوندو آمرینو په ګډون د مؤسسو د اتحادیې له استازو سره د همکارۍ او همغږۍ. . .

BACK TO NEWS