د عوایدو لوی ریاست او د روغتونونو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

ezat_admin
Tue, Sep 01 2026 2:44 PM
---------

د وږې ۱۰ مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو لوی ریاست او د روغتونونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ناسته د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو د بررسۍ رئیس، د مالیه ‌ورکوونکو د خدمتونو د وړاندې کولو رئیس او د روغتونونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس د ناستې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د مالیاتو په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لورې روغتونونو ته ورکړل شوي تخفیفونه او اسانتیاوې د پام وړ دي او مسئولین یې باید له دغو اسانتیاوو څخه په ګټي اخیستنې خپل مالیاتي مکلفیتونه پر وخت ترسره کړي، همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ، چې مالیه د هیواد د آبادۍ او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره راټولېږي او ټول مالیه‌ ورکوونکي باید د مالیاتو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې د عوایدو تخنیکي مرستیال د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) له لوري په مالیاتي برخه کې د ورکړل شویو تخفیفونو او اسانتیاوو په اړه مفصل پریزینټېشن وړاندي کړ.
د ناستي په ترڅ کي د روغتونونو د مالي نظامونو (سیسټمونو)، حقیقي عوایدو او مصارفو، له نورو ادارو او بنسټونو سره د روغتونونو د قراردادونو او پروژو، همدارنګه د صحي بیمو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پای کي د ناستې ګډونوالو د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه هم شریک کړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS